1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سکاټ میلر: د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډیریږي

dd
17 May 2021

سکاټ میلر وایي چې طالبانو د ډيریو ولایتونو په مرکزونو فشارونه ډیر کړي دي، خو برهني ځواکونه په افغانستان کې د حالت څارنه کوي.

 

د بایډن ادارې د مهال ویش له مخې، امریکایي ځواکونه تر څلورو راتلونکو میاشتو په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

په دې وروستیو کې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان د تاوتریخوالي له ډیریدو هیښتیا ورکړې؛ سکایټ میلر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د اختر وروسته حالت څخه به څارنه ولري.

هغه وویل: “هغه څه چې طالبان د اختر ورځو د اوربند وروسته ترسره کوي، تر څار لاندې ولرو. په مطلوب حالت کې، هغوی به د تاوتریخوالي کمښت ته دوام ورکړي، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي. خو تمه کیږي چی هغوی په نږدې راتلونکي کې لا ډیر تاوتریخوالي ته مخه کړي.”

سکایټ میلر باور لري چې طالبانو د ډیریو ولایتونو په مرکزونو فشارونه ډير کړي او د افغانستان امنیتي سرتیري له دې وروسته باید خپله لاس په کار شي.

هغه همداراز وویل: “تمه لرم او شاهدان یوو چې طالبانو د بیلابیلو ولایتونو په مرکزونو فشارونه ډیر کړي دي. په داسې حال کې چې مونږ مخ پر وړاندې روان یوو؛ اوس هغه مهال رارسیدلی چې د افغانستان امنیتي سرتیري لاس په کار شي. دې سره چې له افغانستان څخه د وتلو په حال کې یو، هڅه کوی چې هغوی د شونتیا تر کچې په ښه حالت کې وساتو.”

په همدې حال کې ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې (دوه نۍ، غویي اوویشتمه)، په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د اندیښنې وړ وبلل. قانون جوړوونکو همداراز له افغانستان څخه د مسوولانه بهر تلو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیون مشر په دې ناسته کې وویل: “په داسې حال کې چې د ګواښونو په دفع کولو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي سرتیرو په وړتیاوو باور لرو، له قید او شرط پرته د امریکا او متحدینو وتل یې لا هم د اندیښنې په حال کې دي. د امنیتي شرایطو د ارزونې مخکې یې رښتیني کیدل، له شک پرته د جګړې، ناکراریو دوام او د سیمې امنیت لپاره د ګواښ شتون په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې به بې اغیزې نه وي.”

د ولسي جرګې بل غړی، ګل احمد نورزاد هم وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، حکومت باید د خپلواکه دفاع لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

د افغانستان ولسي جرګه په داسې حال کې د وتلو وروسته د حالاتو اړوند اندیښنه ښيي چې مخکې له دې، یو شمیر امریکايي قانون جوړوونکو هم د وتلو د پریکړې پایله، د یوې کورنۍ جګړې رامنځته کیدل وړاندوینه کړې.

خو د افغانستان دولت، تراوسه د وتلو برنامه یو فرصت بولي او د هیواد د ساتنې لپاره د امنیتي سرتیرو له وړتیاوو ډاډ ورکوي.