ګلبدین حکمتیار ته نږدې سرچینې وایي، چې د سیاسیونونو نننۍ ناستې د پام وړ پرمختګ لرلی.
سیاسي څیرې او د ګوندونو یو شمیر مشران نن (پنځنۍ، وري۱۴/اپریل دویمه)، یو ځل بیا په هیواد کې د روانو سیاسي ناندرو د هواري په موخه، د ګلبدین حکمتیار په کور کې راټول شول.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند غړي، فضل هادي وزین، آرزو ته وویل چې سیاستوالو په خبرو کې پرمختګ لرلی دی.
هغه ټینګار وکړ چې تمه ده سبا سیاستوال په دې اړه پریکړه وکړي.
له بلې خوا، د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې غړي محمد محقق په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي نوي خبرونه په لاره دي.
مخکې له دې حامد کرزي او عبدرب رسول سیاف هم د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان له کبله د سیاسي ناندرو د هواري په موخه، به عبدالله عبدالله سره لیدلي وو.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم له آرزو سره په مرکه کې ویلي چې د ارګ له لورې وروستۍ ګومارنې، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو بهیر زیانمنوي.
ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینو مخکې له دې د ګومارنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه او هیښتیا یې ورکړې وه که دا بهیر دوام ومومي، عبدالله عبدالله به هم ډیر ژر خپله کابینه وپيژني.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې وروستیو عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او واکپال، احمد ضیا سراج د ملي امنیت د عمومي ریاست د نوماند او داوود سلطانزوی د کابل د ښاروال په توګه پيژندلي دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک