د ثبات او همبالنې یوه غړي ویلي چې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لغوه کیدل، په کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه او د وسله وال ځواک د اعلې سرقومندانۍ مرستیالي، د ښاغلي عبدالله تر ټولو مهمې غوښتنې دي.
عبدالله عبدالله، له شته سیاسي کړکیچ څخه د بهر تلو لپاره، تمه ده سبا (درې نۍ، غوایي دویمه)، له ارګ سره خپله شریکه کړي.
د افغانستان د اسلامي غورځنګ د ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله د ټاکن ډلې غړی، عبدالله قرلق دا مني چې دا طرحه وروستۍ شوې ده.
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لغوه کیدل، په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه، د جنرال دوستم لپاره د وسله وال ځواک د اعلی سرقومندانۍ مرستیالي او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د سولې د ملي ناستو ترسره کیدل هغه غوښتنې دي چې د ښاغلي قرلق په وینا په طرحه کې یادې شوي.
په دې طرحه کې همداراز لیکل شوي چې د مصالحې د شورا د ناستو مشري به د عبدالله پرغاړه وي، او محمد اشرف غني به یې غړیتوب ولري.
مخکې له دې داسې ګزارشونه وو چې د ثبات او همپالنې ټیم یو شمیر غړو د مصالحې د شورا مشري نده منلې او په هیواد کې یې د اجرايي صدارت د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.
خو ښاغلي قرلق آرزو ټلویزیون ته ویلي چې اوس دا ستونزه هواره شوې ده.
هغه زیاته کړه:“ارګ ته د طرحې د وړاندې کولو اړوند چې څه ملحوظات وو، هغه ملاحظې هم شونې ده هوارې شوې وي.”
له بلې خوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي رسنیو ته په یوه انځوریز پیغام کې، هیله مندي ښودلې چې سیاسي اختلافونو د خبرو له لارې هوار شي.
له دې سره سم، په کابل کې د امریکا سفارت واکپال له حامد کرزي سره په ویډیویي اړیکه کې، د سیاسي ناندرو د ژر هواري په اړتیا ټینګار کړی او د افغانستان د سیاسي مشرانو د لیدلوري د هوکړې غوښتنه یې کړې ده.
نږدې څلویښت ورځې وړاندې ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړې وکړې؛ هغه مراسم چې له یوې خوا د ځینو رسنیو لپاره په طنزي سوژې واوښته، یو شمیر نور یې هم د تعجب له کبله ګوته په غاښ کړل.
خو د افغانستان اوسیدونکو ته یې درنده بیه لرلې، سیاسي انډول له منځه تللی او د امنیتي او کرونایي کړکیچونو ترڅنګ، هیواد د لانجو له مثلث سره لاس او ګریوان شوی دی.