1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سیاسي هوکړې ته د عبدالله او غني نږدې کیدل

غنی-و-عبدالله
16 May 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په لویو سیاسي مسایلو هوکړه شوې او په نږدې راتلونکي کې به، سیاسي هوکړه لاسلیک شي.

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په لویو سکالو هوکړخه کړې ده او تر نږدې ورځو به د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شي.

خو ښاغلي صدیقي د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه، د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو هواری بللی دی.

په دې منځ کې، یو شمیر سرچینې آرزو ته د دې پخلی کوي چې دواړه لورې لا هم د کابینې د ویش پر سر تراوسه د نظر اختلاف لري.

خو د ملي غورځنګ د ګوند مرستیال او عبدالله عبدالله ته نږدې کس، عبدالله قرلق آرزو ته ویلي چې اختلافونه په بشپړه توګه له منځته تللي.

د ښاغلي قرلق په وینا، د روانې اوونۍ تر درې نۍ به د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شي.

د سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ، عبدالله عبدالله په یوولسو وزارتونو او د مصالحې د لویې شورا په مشرۍ هوکړه کړې ده. د دې هوکړې په لړ کې، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه، د ملي امنیت د شورا او د دولت د لویې شورا غړیتوب هم ورکول کیږي.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ دواړو لوریو د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک په څیر، یو ځل بیا په ټاکنیز سمون ټینګار کړی چې په راتلونکي کې له ټاکنیزو ناندرو مخنیوی وشي.