د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په درېو لومړنیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله پنځه سلنه لوړه شوې ده.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څیرونکي(سیګار) د دې هیواد کانګرس ته په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو ۶۰ سلنه مرګ ژوبله هم د دې ځواکونو د دفاعیې عملیاتو په پایله کې رامنځته شوې ده.
سیګار همدا شان په دې راپور کې کانګرس ته ویلي دي چې له جون څخه تر سپټمبر میاشتې د ولسي کسانو مرګ ژوبله د ۲۰۱۸ کال د همدې نیټې په پرتله ۳۹ سلنه لوړ والی ښیې.
د سیګار په راپور کې چې شمیرنه یې هم د غوڅ ملاتړ له لوري تر لاسه شوې ده لیکل شوي دي دي“ په جولای میاشت کې ۱۴۳۷ مړه او ټپیان شوي دي او په سپټمبر میاشت کې ۱۲۹۲ مړه او ټپیان شوي دي،دا دوه میاشتې د ولسي کسانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې وې.
په همدې حال کې په تیرو نهو میاشتو کې ننګرهار،لوګر او زابل ولایتونو ډیری ولسي مرګ ژوبله لرلې ده.
د امریکا ځانګړې څیړونکې ادارې راپور ورکړی دی چې د جولای له ۱۶ مې د اکټوبر تر ۱۶ مې نیټې ۷ امریکايې پوځيان په افغانستان کې وژل شوي چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د امریکایې پوځيانو ټولټال مرګ ژوبله ۱۷ کسانو ته رسیدلې ده.
په دې راپور کې سیګار همدا شان د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې نښتې زیاتوالې ته ګوتڅنډنه کړې ده او ویلي دي چې په تیرو نهو میاشتو کې د دواړو لوریو تر منځ بریدونه زیات شوي دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې له دواړو لوریو غوښتي ترڅو د نښتو په ترڅ کې د ولسي کسانو ژوند ته پام وکړي.
په همدې حال کې د ملي دفاع د وزارت ویاند روح الله احمدزی د سیګار دا راپور ردوي او وایې چې د جګړو په ډګر کې د امنیتي او دفاعیې ځواکونو مرګ ژوبله راکمه شوې ده.