د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي، جان ساپکو، د امریکا د ولسي جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمیټې په ناسته کې، افغانستان ۸۰ سلنه نړیوالو مرستو ته اړ وباله.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی ټینګار کوي چې له دې مرستو د جدي څارنې نشتون، په دې هیواد کې د فساد او د نشه يي توکو د تولید پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لږ پرمختګ لامل شوی دی.
هغه یاده کړه: “افغانستان په کلکه بهرنیو مرستو ته متکي دی. د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه ټولیز لګښت باید د امریکایي مالیه ورکوونکو په ګډون د نړیوالو مرسته کوونکو د مرستو له لارې تامین شي. له هغه ځایه چې نړیوال مرسته کوونکي په خپلو مرستو سخت شرایط نه وضع کوي، د افغانستان حکومت د فساد او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لږ پرمختګ کړی چې دواړو د بلواګرۍ لپاره بسیا آکسیجن برابر کړی.”
سیګر همداراز د افغانستان حکومت په دې هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د بیارغاونې په څير له موخو لرې وباله او زیاته یې کړه: “د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او بیارغاونې موخو ته رسیدل، یوه پیاوړي، ټیکاو لرونکي، ولسواکه او ځان بسیا افغانستان ته پوری تړلی دی؛ خو له بده مرغه، افغانستان له دې واقعیت څخه لرې دی او شونې ده یوازې د ځان د بقا لپاره وجنګیږي.”
ساپکو په دې ناسته کې، د سولې د هوکړې وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام د شرایطو په وضع کیدو ټینګار وکړ.
هغه وویل: “که زمونږ راتلونکې مرستې مشروطه اوسي، باید د سولې د هوکړې وروسته د هر ډول حکومت پر سر چې طالبان هم په کې راځي، سخت شرایط رامنځته کړو.”
د افغانستان حکومت د امریکا د ځانګړي پلټونکي د نویو څرګندونو په تړاو تراوسه څه ندي ویلي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ له دې مخکې، له فساد سره مبارزه او ښه حکومتولي خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي او همداراز د فساد پر وړاندې د مبارزې لویې شورا په نوم اداره یې هم رامنځته کړې ده.