د رسنیو د ګزارشونو پر بنسټ، څو شیبې دمخه د شمالي کوریا او سویلي کوریا ترمنځ په سرحدي کائه سونګ ښارګوټي کې د چاودنې غږ او لوګی لیدل شوی.
له بلې خوا، د سویلي کوریا د ټولنې وزارت اعلان وکړ چې اوریدل شوی غږ د دوو کوریاوو د اړیکو په دفتر کې د چاودنې له کبله وو.
خبري سرچینو ویلي چې دا چاودنه په قصدي توګه د پیونګ یانګ د چارواکو په سپارښتنه ترسره شوی دی.
پیویانګ تیره ورځ (جون ۱۵) د دې هیواد د چارواکو پر ضد د سئول د توهینونکو کړنو وروسته ځواکونو ته امر وکړ چې د غچ اخیستنې لپاره چمتو اوسي.
شمالي کوریا پدې وروستیو ورځو کې سویلي کوریا ته د پوځي اقدام ګواښ وکړ.
د ویلو ده چې دا دفتر په ۲۰۱۸ کال کې د دوو کوریا تر منځ د دوه اړخیزو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره جوړ شوی وو.
په همدې حال کې یو پوځي سرچینی ویلي چې د سویلي کوریا ځواکونه به دا سکاله وڅیري چې ایا دا ګام شمالي کوریا پورته کړی او که نه.