د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د جنګیالیو ډلو ملاتړي د ډیورنډ پولې هغې غاړه کې دي او وروستي بریدونه د نفاق اچولو په موخه شوې دي.
په ننګرهار کې د مرګوني برید نږدې یوه اوونۍ وروسته؛ د حکومت دویم ستر چارواکی، د دې پيښې د حقیقت موندونکي پلاوي د ټاکلو په موخه، نن (یوه نۍ،غوایي۲۸،مې۱۷)، د جلال آباد ښار ته ورسید.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح په یوې ناسته کې وویل چې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې د داشان بریدونو ترسره کولو سره، په هیواد کې د نفاق اچولو په هڅه دي.
هغه د طالب او داعش او د دې ډلو د ملاتړیو جرړې ګډې وبللې.
ښاغلي صالح زیاته کړه: دښمن په هیڅ چا رحم نلري. داعش او طالب ډلې له یوه ځایه اوبه څښي او مونږ ښه پوهیږو چې زمونږ دښمن څوک دی؟ او د چا له لورې ملاتړیږي؟
د هغه په وینا، طالبان لا هم د ډیورنډ کرښې له هغې لارې ملاتړیږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال، د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک په متن هم ځیرنه لرله.
هغه د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې دوام سره هم مهاله، له بهرنیانو سره د طالبانو د سولې د معاملې څرنګوالی، د شرم وړ اعلان کړ.
ښاغلي صالح طالب مشرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې (طالبان) ځئ او له امریکاییانو سره چای او کلچه خورۍ او له هغو سره خندا کوئ او وروسته د آی اس آی تر څارنې لاندې هوکړه لیک لاسلیکوۍ او په هغه کې ژمنه کوئ چې له بهرنیانو سره جګړه په ټپه دروئ او افغان وژنې ته دوام ورکوۍ. دا د شرم وړ ده.
ښاغلي صالح په دې سفر کې، د ننګرهار ولس او سیمه ییز پازوال ته د ننګرهار د وروستۍ پيښې اړوند د هراړخیزې څیړنې لپاره د حقیقت موندونکي پلاوي د جوړیدو ډاډ ورکړ.
د یادونې ده چې په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید په پایله کې، لږ تر لږه دیرش تنه ووژل شول او ۱۴۰ تنه نور هم ټپيان شول.