1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

صالح: د اسلام قلعې ناورین په هر اړخیزه توګه څیړل کیږي

امرالله-صالح
14 Feb 2021

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د اسلام قلعې د اورلګیدنې په پایله کې له زیانمنو سوداګرو سره د همدردۍ ښودلو ترڅنګ، ویلي چې دا پيښه به په ژوره او هراړخیزه توګه وڅیړل شي.

 

ښاغلي صالح نن (یوه نۍ، سلواغې۲۶)، په خپله فیسبوک پاڼه، د افغانستان په بندرونو کې د معیاري بنسټونو نشتون یوه ستونزه بللې او ویلي چې ولسمشر له یوه بهرني شرکت سره د بندرونو د طرحې او ډیزان تړون کړی چې افغانستان وکولای شي خپل ګمرکونه او بندرونه معیاري کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دې په ویلو سره چې حکومت په تیرو اتو میاشتو کې، بهرني شرکتونه د افغانستان په ګمرکونو او بندرونو کې پانګونې ته هڅولي دي، زیاته کړې: لږ تر لږه تر ننه یو لوی نړیوال شرکت حاضر شوی چې پانګونه وکړي او ګڼو نورو هیوادونو ژمنه کړې چې په ګمرکونو او بندرونو کې د پانګونې شونتیاوې مطالعه کوي.

هغه د ایران له دولت څخه له اور څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره د سوداګریزو توکو سلګونو موټرونو ته د ورتلو له کبله مننه کړې او دا چې د ایران اوروژونکو ډلو په دې اوروژنه کې ونډه اخیستې، ستاینه کړې.