1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

صالح: د دوحې هوکړې طالبانو ته کاذبه غرور وربښلی دی

132363009_10159073371214717_2394096759123025377_o-1536x1024
27 Dec 2020

امرالله صالح وایي چې د دوحې هوکړه لیک طالبانو ته کاذبه غرور وربښلی او د افغانستان امنیتي بنسټونه کولای شي دې ډلې ته وپوهوي چې هغو تیروتلي دي.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه کمیټې دویمې ناستې ته ګوتڅنډنې سره وویل چې طالبان په نوي افغانستان کې په سوله ییز ژوند باور نلري.

هغه نن (یوه نۍ، مرغومې اوومه)، په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دوحې هوکړه لیک طالبانو ته کاذبه او پوشالي اعتماد به نفس ورکړی او د دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او ملي امنیت کولای شي دا ډله وپوهوي چې دا ډله تیروتلې ده.

ښاغلي صالح دې ته ګوتڅنډنې سره چې خبرې باید روانې وي، زیاته کړه: خبرې باید دوام ومومي چې د کړکیچ لپاره سوله ییزه لاره وموندل شي، خو حل لاره یواځې له قطر او دوحې نه تیریږي، د دولت د وړتیا پیاوړتیا سولې ته لاره لنډوي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه کمیټې دویمه ناسته تیره ورځ د دولت د مرکچي پلاوي په حضور په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې  ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د خبرو د ترسره کیدو ځای باید د خبرو د دویم پړاو د پیل پر وړاندې خنډ ونګرځي.