1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

صالح: طالبان اوربند خپل سیاسي مرګ بولي

صالح
12 Oct 2020

د ولسمشر لومړي مرستیال د تاوتریخوالي ډیریدو ته ګوتڅنډنې سره ویلي چې د طالبانو ډله اوربند خپل سیاسي مرګ بولي او فکر کوي چې بې حسابه وژنو سره، خلک د ۹۰یمې لسیزې ګورستان ډوله آرامۍ ته تږي کړي.

 

امرالله صالح، نن (دوه نۍ، تلې۲۱)، په یوه فیسبوکي لیکنه کې لیکلي چې د افغانستان په خلکو د طالبانو ډلې پوچ او خونړيو بریدونو د ډیریدو لامل، له سیاسي او بهرنیو بدلونونو د جهل او وحشت د دې ډلې ناسم پوهاوی دی.

د هغه په وینا، طالبان ملي تکل ته په ټیټه سترګه ګوري او د سولې له بهیر څخه د ناسم پوهاوي له مخې، د بریدونو ډيریدو ته یې مخه کړې.

ښاغلي صالح ټینګار کړی چې په ډیریو سیمو کې ډیر شوی طالباني تاوتریخوالی د خلکو له مقاومت سره مخامخ شوی.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه: طالب به له دې وینې څکلو څخه هیڅ سټراټیژیک او سیاسي ګټه ونلري؛ ځکه تاوتریخوالی منفوره او مردوده سیاسي ابزار دی.

هغه پر دوام ویلي: طالبان اوربند خپل سیاسي مرګ بولي او فکر کوي چې بې حسابه وژنو سره، خلک د ۹۰یمې لسیزې ګورستان ډوله آرامۍ ته تږي کړي.

صالح همداراز وویل چې د دې فکر د ماتولو لپاره چې پر انسان وژنې ولاړه ده، له بده مرغه د کړکیچ بل پړاو به تجربه کړو.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دې په بیانولو سره چې د طالبانو ماته حتمي ده، زیاته کړه: د طالبانو ماته حتمي ده؛ ځکه نه پر خلکو او د افغانستان په ولس په زوره د طالباني بڼې تپلو شونتیا شونې ده او نه هم طالبان سیاسي برنامه لري چې خلک ورته زړه وتړي.

هغه همداراز وویل؛ له ۲۵ کلونو وروسته د وسلې په لاس لرل او هغه هم د راولپنډۍ د حرص او آز ساتلو لپاره د طالبانو په ټولو لیکو کې د مشرتابه له پلوه هیڅ کارزماتیکه څهره نده پاتې. 

امرالله صالح طالبان د ګاونډیو د ګټو د تامین ابزار وبلل او ویلي دي: طالبان لکه ملخ برید کوي او لکه ملخ مري؛ داسې لکه د انسان په وجود کې چې روباټ وي.