| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
صالح: له هغې سولې چې د سیاسي تسلیمۍ پایله ولري، ملاتړ نه کوو
08 Feb 2021
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د دوحې په هوکړه لیک کې، امریکا د افغانستان حکومت په څنګ پریښود او د طالبانو په لور تللی؛ له طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک یوه تیروتنه وه.
امرالله صالح له پي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: “مونږ له هرې هغې هڅې چې د سوله ییزې سیاسي حل لارې لامل وګرځي، ملاتړ کوو، نه له هغې سولې چې په سیاسي تسلیمۍ پایته ورسیږي.”
ښاغلي صالح د دې په ویلو سره چې امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې، اوسنی دولت په څنګ پريښود، زیاته کړه: “دې کار مونږ شوکه کړو او طالبانو ته هم یو خوب وو. زما په باور دا یوه تیروتنه وه.”
هغه زیاته کړه چې طالبان فکر کوي یو زبرځواک دي، په داسې حال کې چې یوه مسلطه ډله هم نده.
د ولسمشر لومړي مرستیال یاده کړه: “د هغوی کمزوري کول او ښکته راوستل ډیرو هڅو ته اړتیا لري. مونږ متحده ایالاتو ته ویلي چې له خپل سیاسي او ډیپلوماټیک ځواک څخه کار واخلئ، چی هغوی وپوهوئ چې طالبان یوازې یوه ډله ده، خو یو هیواد ندی او حتې یوه مسلطه ډله هم نده.”

ښاغلي صالح، په افغانستان کې د امریکا ماموریت پایته نه رسیدلی بللی او ټینګار یې کړی چې طالبانو لا هم له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکي ندې شلولي.
هغه په مې میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل: “په دې پورې اړه لري چې د څه کار لپاره دلته راغلي دي. آیا دا موخه ترلاسه شوې؟ طالبان ژمن شوي چې ځان له القاعدې جلا کړي، خو مونږ له دې کار څو میاشتې وروسته، له سیا (CIA) سازمان سره دوه عملیاته یو په غزني کې او بل په هلمند کې وکړل، هلته مو د القاعدې درې مشران د طالبانو د قومندانۍ په مرکز کې ووژل.”
د ولسمشر لومړي مرستیال پر دوام د امریکا دولت ته خطاب کې وویل: “دا (د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتیري)، په ټوله سیمه کې یوازینی پوځ دی چې متحده، صادقه، لږ لګښت لرونکی او راست دی. که دا ځواکونه پرېږدئ، نور څوک به ستاسې متحد وي، پاکستان؟ هغوی بن لادن ته پناه ورکړه. هغوی ستاسې پيسې واخیستې، خو لاس يې د هسته يي وسلو په جوړولو پورې کړ.”
امرالله صالح همداراز هیله ښودلې چې د بایډن اداره دې په سیمه کې د امریکا ګټې روښانه کړي: “هیله من یم چې ولسمشر جوبایډن د امریکا ګټې تعریف کړي. د شمالي اتلانتیک تړون ګټې روښانه کړې، د نړیوالو بنسټونو ګټې چې د امریکا په مشرۍ او سرچینو جوړ شوي تعریف کړي. ځکه که امریکا له خپلو ځینو مسوولیتونو شاتګ وکړي، دا به په ټوله نړۍ کې یوه سیاسي زلزله وي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې امریکا په تیرې یوې میاشتې ډيره موده کې، د سولې بهیر له کړکیچ سره مخامخ شوی دی.
د سیمې هیوادونو ته د طالبانو ډلې سفرونه او په دوحه کې د خبرو میز پرېښودل، په افغانستان کې د نوي دولت د جوړیدو اړوند غوښتنې او سولې ته د رسیدو لپاره د اوسني حکومت خنډ بلل کیدل، هغه څه دي چې ډیرۍ په دې موده کې د طالبانو ډلې په اجنډا کې وو؛ خو بله خوا، د تاوتریخوالي د کمیدو او له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو د شلولو اړوند د دوحې په هوکړه لیک کې د کړیو ژمنو په نقض د طالبانو تورنیدل او همداراز د ټاکنو له لارې د واک سپارلو پر سر ټینګار هغه څه دي چې د حکومت او د حکومت یو شمیر تګلاریزو شریکانو له لورې مطرح شوی دی.
ښاغلي صالح د دې په ویلو سره چې امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې، اوسنی دولت په څنګ پريښود، زیاته کړه: “دې کار مونږ شوکه کړو او طالبانو ته هم یو خوب وو. زما په باور دا یوه تیروتنه وه.”
هغه زیاته کړه چې طالبان فکر کوي یو زبرځواک دي، په داسې حال کې چې یوه مسلطه ډله هم نده.
