حکومت وایي طالبان دې له تاوتریخوالو او پلمو لټولو څخه لاس واخلي او په رښتني توګه دې د سولې په بهیر کې دننه شي.
د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي د څلورنۍ په ورځ (د لیندۍ۵/نومبر۲۵) په یوه خبري ناسته کې وویل چې د سولې په خبرو کې کوم خاص پرمختګ ندی شوی او لاهم شخړې په خپل ځای دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ټينګار کوي چې طالبان له څو ورځو را په دې خوا پر بیلابیلو سکالو ټینګار لري چې د دولت د پلاوي له واکونو او اصولو بهر ده او د افغانستان خلک یې هیڅکله هم نه مني.
ښاغلی صدیقي که څه هم د طالبان دا غوښتنې نه یادوي خو ټينګار لري چې دا غوښتنې د هیواد د اساسي قانون پر خلاف دي.
ښاغلي صدیقي دا هم زیاته کړه چې د حکومت د مرکچي پلاوي اصول اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې پریکړې دي او هیڅ څوک حق نلري چې له دې اصولو څخه وګرځي.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه که چیرې طالبان د سولې ټینګښت او اوربند لپاره د افغانستان خلکو غوښتنې نه مني؛ خو باید د نړیوالې ټولنې غوښټنې ومني.
صديقي وايي: د یو مشروع نظام په توګه موږ د چا پروا نه لرو چې یوه ډله نه چمتو کیږي ترڅو له یوه مشروع نظام سره خبرې وکړي.
ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې طالبان نړیوال او افغاني مشروعیت نلري خو د افغانستان حکومت د خلک او نړیوالې ټولنې سره بشپړ مشروعیت لري او طالبان باید دا حقایق ومني.
دا کړکیچ په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې سرچینو اعلان وکړ چې د دوحه په خبرو کې کړکیچ له منځه تللی دی.