ضمیر کابلوف به په قطر کې د افغانانو ترمنځ ناسته کې د روسیې د ځانګړي استازې په توګه ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټاس خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د نیټې په روښانیدو سره،هغه د دې خبرو په لومړی ورځ ګډون کوي.
ښاغلي کابلوف ټینګار وکړی تر هغې چې د طالبانو د خوشې کیدو لړۍ بشپړه نشي،د خبرو د پیل نیټه به هم روښانه نشي، مخکې له دې یو شمیر ګزارشونه شتون درلود چې د افغانونو ترمنځ خبرې به د اګوست په ۱۶ نیټه پیل شي.
په همدې حال کې د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال په کابل کې د روسیې له سفیر سره د سولې په تړاو وروستیو بدلونونو،د بندیانو پر خوشې کیدو،تاوتریخوالي په کمښت،بشرپاله اوربند او ژر تر ژره افغانانو ترمنځ خبرو پر پیل خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د روسیې سفیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د مسکو د همکاریو له دوامه ډاډ ورکړی دی.