د هیواد سترې محکمې د پنځه نۍ په ورځ(مرغومي ۱۱مه) پر کابل پوهنتون د شپږو تنو طراحانو محکمه ترسره کړه.
د هیواد سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې عادل پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کونې،ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو او سړي تښتونې په جرم په اعدام محکوم شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عبدالله له داعش ډلې سره د غړیتوب،ماین خښونې،چاودیدونکو توکو لیږد او سړي تښتونې په جرم په ۲۵ کاله تنفیذي بند،عبدالکبار د ملي خیانت،د داعش په ډله کې غړیتوب او سړي تښتونې په جرم د ۱۲ کاله بند، خدابخش له داعش ډلې سره غړیتوب او سړي تښتونې په جرم د ۱۲ کاله تنفیذي بند او اظهارالدین د ټیټ جرم درلودو له کبله د نقدي جریمې سزا واوریدل شوه.
په دې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي چې یو کس د الزامي دلایلو په وړندې کولو سره بیګناه وپیژندل شو.
د(لړم په۱۲مه) کابل پر پوهنتون د بریدګرو په وسله وال برید کې ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۷ تنه هم ټپیان شول.