1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبان:اسلامي امارت د اوربند هوډ نه لري

22
30 Dec 2019

د طالبانو ډلې په رسمي توګه اعلان کړی دی چې د اوربند لپاره هیڅ هوډ نه لري او د دې ډلې سلاووې د تاوتریخوالی راکمیدو په اړه دي.

لس ورځې کیږي چې د طالبانو د ډلې یو درې کسیز پلاوی په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دی.

وړاندې له دې طالبانو ته نږدی سرچینو ویلي وو چې د اوربند ټینګښت پر سر بحثونه دوام لري،خو نن( دوه نۍ د مرغومي ۹مه/ډسمبر ۳۰)د طالبانو ډلې په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي دي چې د اوربند سکاله د دې سلا مشورو په اجنډا کې ځای نه لري.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي دي: رښتیا دادي چې اسلامی امارت د اوربند هوډ نه لري،امریکایان د جګړو او عملیاتونو د راکمیدو غوښتونکي شول ،او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري سلا مشورې هم پر همدې سکالې دوام لري.

مخکې له دې یوازی د امریکا او طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند اعلان اړوند راپورونه خپاره شول.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمیر غړي د سولې له هوکړه وروسته د هیواد راتلونکې په اړه اندیښمن دي.

د ولسي جرګې غړي شاه ګل رضایې آرزو ته وویل چې د سولې په خبرو اترو کې اوربند نباید یوازی د بهرنیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ وي بلکې په اوربند کې باید د افغانستان وګړي او امنیتي ځواکونه هم شامل شي.

له دې ټولو سره، تر اوسه دا نه ده روښانه چې په خپلو کې به د طالبانو د ډلې خبرې اترې څه مهال پایته ورسیږي او پایله به یې څه وي،خو داسي تر سترګو کیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د دریدلو خبرو اترو برخلیک،د طالبانو همدې سلا مشورو پوري تړلی دی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي