عبدالرشید دوستم د مارشالۍ د ورکړې په مراسمو کې له طالبانو وغوښتل چې د امارت له جوړولو لاس په سر شي او جګړه ودروي؛ که نه ډیرې سیمې به له لاسه ورکړي.
د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د نښان د ورکړې مراسم، نن (څلورنۍ، چنګاښ۲۵/جولای۱۵)، د جوزجان ولایت مرکز، شبرغان ښار د شهیدانو په پارک کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې د لوړپوړو چارواکو، سیاسیونو، د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د استازو په ګډون او د ملي غورځنګ د ګوند د پلویانو په حضور پرځای شول.
عبدالرشید دوستم په خپلو ویناوو کې وویل چې تر ټولو لوړه پوځي رتبه یې د وینې په بیه ترلاسه کړې او دا د افغانستان د ټول ولس لپاره بولي.
ښاغلی دوستم طالبانو ته هیښتیا ورکوي چې د اسلامي امارت خوب ونه ویني او جګړه ودروي؛ که نه خپله محاسبه به ولري او او دا ډله به ډیره سیمه به له لاسه ورکړي.
هغه له حکومت څخه هم وغوښتل چې د دې ډلې پاتې بندیان دې هم خوشې کړي- چې د خبرو د پیل لپاره طالبانو ته هیڅ پلمه پاتې نشي.
مارشال دوستم زیاته کړه: د طالبانو پاتې بندیان هم خوشې کړئ، وګورئ چې طالبان تر کومه پلمه کوي؟ طالبان هر ځلي پلمې لټوي. که موخه یې د امارت جوړول وي، دا یې په تیرو کې هوډ وو، هغه وخت ما هم حکومت درلود او هغه وختونه تللي دي.
ښاغلي دوستم په هیواد کې د امنیت د ټینګیدو لپاره، حکومت ته یوه طرحه هم وړاندیځ کړه.
د ملي جنبش (غورځنګ) ګوند مشر ټینګار وکړ چې د جګړې له جغرافیا سره بشپړه بلدتیا لري او د شپږو میاشتو په موده کې به د ډیرو سیمو امنیت ټینګ کړي.
هغه وویل: “دا جنرال میلر ته هم وایم چې پریږدئ ثابته کړم چې د مارشالۍ نښان لیاقت لرم که نه.”
عبدالرشید دوستم؛ د حکومت له متحدینو او په ځانګړې توګه له امریکا او ناټو څخه غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په بهر کولو کې، بیړه ونکړي او همداراز د افغان پوځیانو ملاتړ او سمبالولو ته دوام ورکړي.
“ناتو او آمریکا دې زمونږ د سرتیرو اکمالات وکړي. وطن پر مونږ حق لري او مونږ خپله خپل امنیت ټینګوو.”
عبدالله عبدالله هم په دې مراسمو کې، له طالبانو وغوښتل چې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړیدو سره؛ دا ډله باید بې له کومې پلمې، د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.
د ملي مصالحې د لویې شورا مشر زیاته کړه چې په هیواد کې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې او له دې فرصت څخه باید ګټنه وشي.
آرزو نیوز – سباوون خپلواک