1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو ته د محب پیغام: د پاکستاني غلامي بس کړئ

حمدالله-محب
23 Jul 2020

د ملي امنیت د شورا سلاکار طالبانو ته هیښتیا ورکړه، تر هغه چې دا ډله جګړې ته دوام ورکړي، افغان امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې وجنګیږي.

 

د ملي امنیت د شورا سلاکار، حمدالله محب نن (پنځنۍ، زمري دویمه)، د پوځ د نوي لوی درستیز او د دفاع وزارت د لومړي مرستیال د پيژندنې په مراسمو کې پر طالب مشرانو د نیوکو ترڅنګ، دې ډلې ته هیښتیا ورکړه، تر هغه چې طالبان له جګړې لاس په سر نشي، امنیتي سرتیري به یې پر وړاندې جګړه روانه وساتي.

ښاغلي محب، طالبان د بهرنیو استخباراتو لاسپوڅي وبلل او له دې ډلې یې وغوښتل چې د بهرنیانو غلامي بس کړي.

هغه زیاته کړه: ”طالب مشران دې ننګینه ژوند په څنګ پریږدي، د یوه افغان لپاره بې عزتي بس ده، غلامي بس ده. د چا غلامي؟ د یوې استخباراتي ادارې غلامي، شرم وکړئ!.”

د ملي امنیت د شورا سلاکار، له طالب مشرانو وغوښتل چې له جګړې لاس په سر او هیواد ته ستانه شي.

ښاغلي محب همداراز د طالبانو پر وړاندې د دولتي ځواکونو جګړه، له ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وبلله او له دې سرتیرو یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې هر ډول جګړه چټکه کړي.

هغه امنیتي سرتیرو ته خطاب کې وویل: ”لازمه ده چې نامتعارفه جګړې ته زور ورکړئ، تر هغه چې دښمن خپل شیطانت په څنګ پریږدي. زمونږ او ستاسې دنده ده چې له دې خاورې او خلکو دفاع وکړو.”

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت واکپال، اسدالله خالد په دې مراسمو کې وویل چې طالبانو د دوحې د هوکړه لیک پرخلاف، د تیر کال په پرتله تاوتریخوالی ډیر کړی دی.

ښاغلی خالد ټینګار کوي چې د طالبانو یو شمیر خوشې شوي بندیان، د جګړې ډګر ته ستانه شوي او حتې یو شمیر دا بندیان د جګړې په ډګر کې وژل شوي، خو بیا هم د بندیانو د خوشې کیدو بهیر پرمخ روان دی.

د ملي دفاع وزارت د واکپال په باور، حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو سره، سولې ته لیوالتیا وښوده، خو دا ډله سولې ته چمتووالی نلري.

هغه همداراز خلکو ته ډاډ وسپاره چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې، امنیتي سرتیري د هیواد د دفاع جوګه ګرځیدلي دی.

په تیرو میاشتو کې، حکومت تل طالبان د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورن کړي او دا ډله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عامله بولي، خو پر وړاندې بیا طالبان، حکومت د تاوتریخوالي د ډیریدو عامل یادوي.