1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو ته د محمداشرف غني ګواښ، افغانستان په زور نشئ نیولی

غنی
26 Jun 2021

ولسمشرغني له جوبایډن سره له لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د کړکیچ یوازینۍ حل لاره سیاسي هوکړه ده او طالبان باید اوربند وکړي.

محمنداشرف غني او عبدالله عبدالله تیره شپه د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لیدنه وکړه. ولسمشرغني له بایډن سره له لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، د امریکا له ولسمشر سره یې لیدنه رغونکې وه.

هغه طالبانو او ملاتړو ته یې د هیښتیا پیغام ورکړ او یې ویل: “طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې له پوځي لارې نشي کولی د افغانستان پر خلکو خپلې غوښتني ومني. لا هم له طالبانو غواړم چې اوربند وکړي او یوه سیاسي بهیر ته دننه شي. سیاسي حل لاره د جګړې د پای لپاره یوازینی میکانیزم دی.”

ښاغلي غني همدا شان وویل چې له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو ته درناوی لري او اوس مهال د کابل – واشنګټن اړیکې یوه نوي پړاو ته دننه شوې دي.

له دې سره هم مهاله، د امریکا ولسمشر له ښاغلي غنيس ره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان خلک په خپله باید خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي او ویلي دي چې دواشنګټن او کابل ترمنځ همکارۍ به پایته ونه رسیږي.

بایډن وویل چې د افغانستان وګړي د خپلې برخلیک ټاکلو ته اړتیا لري زیاته یې کړه: “د افغانستان خلک باید د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي چې څه غواړي. بې معنا تاوتریخوالی باید پایته ورسیږي، که څه هم ډیره ستونزمنه به وي. مونږ ستاسې ترڅنګ پاتې کیږي او ډيره هڅه کوو هغه څه ته چې اړتیا لرئ برابر یې کړو.”

محمداشرف غني چې د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله، لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو سره امریکا ته تللی، له جوبایډن سره له لیدنې مخکې یې د دموکرات او جمهوريپالو له مشرانو، د امریکا د دفاع وزیر، د دې هیواد د ملي امنیت له سلاکار او همدا شان د امریکا د پارلمان له یوشمیر استازو سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړې.