د امریکا ولسمشر که څه هم له طالبانو سره هوکړه یوه لاسته راوړنه وبلله، دې ډلې ته یې هیښتیا ورکړه چې د هوکړه لیک د نقض په صورت کې، خپل ځواکونه به په چټکۍ سره افغانستان ته ستانه کړي.
د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستلو د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، سپینې ماڼۍ دا تاریخي هوکړه یوه لویه بریا بللې.
د امریکا ولسمشر خبریالانو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې اوس امریکا ته د ځواکونو د ستنیدو پیر دی. هغه همداشان ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د طالبانو ډلې له مشرانو سره لیده کاته ولري.
ولسمشر ټرامپ زیاته کړه: “په نږدې راتلونکي کې شخصاْ له طالب مشرانو سره به لیده کاته ولرم. هیله لرم هغه څه چې طالبانو ویلي، ترسره یې کړي. هغوی به د ترهګرو او بدو کسانو د وژلو لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکړي. مونږ د ترهګرو د وژلو په برخه کې ډیر بریالیتوبونه لرلي دي. له دې ټولو کلونو وروسته، اوس باید خپل ځواکنه کور ته ستانه کړو. مونږ په افغانستان کې اوږدمهاله سفر درلود، یو ستونزمن سفر چې زمونږ ډیریدو سرتیرو انتظامي ونډه لرلې ده.
تیره ورځ د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال له پاکستان، قطر، روسیې، چین، ایران، اوزبیکستان او ناروې څخه له امریکا سره په خبرو کې د آسانتیاوو د رامنځته کوونکو هیوادونو په توګه یادونه وکړه.
له دې سره، شاغلي ټرامپ هم افغانستان ته نږدې د سیمې له هیوادونو له دې هیواد سره د مرستې غوښتنه وکړ ؛ ظاهراْ د هغه ګوتڅنډنه له طالبانو سره د حکومت د خبرو اترو بهیر کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مرستو ته وه.
هغه همداشان وویل: “اوس هغه مهال دی چې نور خپل مسوولیت پرغاړه واخلي. طالبان به مسوولیت واخلي او د افغانستان شاو خوا هیوادونه کولای شي له دې هیواد سره مرسته وکړي. مونږ زرګونه مایله لیرې یوو. مونږ د خپلو سرتیرو شمیر تر ۸۶۰۰ ټیټوو او وروسته به په نږدې راتلونکي کې وروستۍ پریکړه وکړو.“
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستلو د هوکړه لیک د موادو پر بنسټ، بهرني ځواکونه په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې افغانستان څخه بهر ځي.
خو ولسمشر ټرمپ همداشان هیښتیا ورکوي چې د طالبانو له لورې د سولې د راوستلو د هوکړه لیک د نقض په صورت کې، امریکایي ځواکونه به ډیر ژر افغانستان ته ستانه شي.
په یقین سره باور لرم چې طالبان غواړي یو کار ترسره کړي چې مهال بې ځایه ولاړ نشي. که بد کار ترسره شي، بیا به ستانه شو. پریږدئ ټول پوه شي، دا ځل به ډیر ژر او داسې ځواک سره ستانه شو چې تراوسه هیڅ چا لیدلی نوي. هیله من یم دې کار ته اړتیا نه وي.
هغه پر دوام وویل: په یقین سره باور لرم چې طالبان غواړي یو کار ترسره کړي چې مهال بې ځایه ولاړ نشي. که بد کار ترسره شي، بیا به ستانه شو. پریږدئ ټول پوه شي، دا ځل به ډیر ژر او داسې ځواک سره ستانه شو چې تراوسه هیڅ چا لیدلی نوي. هیله من یم دې کار ته اړتیا نه وي.
د سولې د راوستلو هوکړه لیک، د سولې د راتلو لپاره د طالبانو د ژمنتیا لومړی ګام دی.
له دې سره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي، زلمي خلیلزاد، له افغانانو غوښتي چې له ترلاسه شوي فرصت څخه د تل پاتي ټیکاو په موخه ګټه واخلي.
هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: “د کلونو جګړې وروسته، له طالبانو سره مو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې امریکا خپلې موخې ته رسوي او افغانستان به د سولې پر لاره روان کړي. تاریخ به دا قضاوت وکړي چې افغانان څرنګه له دې فرصت څخه ګټه اخلي. تیرې تیروتنې باید په څنګ پرېښودل شي او افغانان باید یوځای شي او یو ټول شموله، یو او ځواکمن هیواد جوړ کړي. “
له دې ټولو سره، له امریکا سره د طالبانو هوکړه، له طالبانو ډلې سره د حکومت د پلاوي د ناستې لار ده، نه په افغانستان کې ټولیز اوربند ته د رسیدو. اوس وبه لیدل شي چې د لارې په اوږدو کې، آیا دواړه خواوې کومې هوکړې ته رسیږي او که نه؟
ژباړه: شمس الرحمن خپلواک