د سویل زون امنیتي چارواکي وایي، چې طالبانو د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف د تاوتریخوالي د ډیریدو په هڅه دي، خو امنیتي ځواکونو د دې ډلې ډیرۍ بریدونه په شا تمبولي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، اسدالله کوهستاني، نن (پیلنۍ، چنګاښ۱۴/جولای۴)، د ۶۳۰ امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وویل چې پوځيانو د یو لړ فني زده کړو وروسته، پوځي مهارتونه زده کړي او اوس د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې او ماموریت لپاره چمتو دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان په وینا، د طالبانو ډلې د دوحې د هوکړه لیک وروسته، د تاوتریخوالي او جګړو د چټکولو هڅه پیل کړې، خو د دې ډلې ډیرۍ بریدونه د امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی.
له بلې خوا یو شمیر سرتیري چې په دې وروستیو کې فارغ شوي، ډاډ ورکوي چې په دې موده کې یې د جګړې له فن سره ښه بلدتیا موندلې او د جګړې په ډګرونو کې ماموریت ته چمتو دي.
د تاوتریخوالي کمښت، افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک مهمه برخه ده، خو تل نړیوالو بنسټونو، طالبان د دې برخې په نقض تورن کړي.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې، شهرزاد اکبر، په دې وروستیو کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې له حکومت سره یې یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي.
د افغانستان دولت مخکې له دې هم تل اعلان کړی چې طالبانو د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، خپل خوځښتونه ډیر کړي او دا بریدونه د پوځيانو د مرګ ژوبلې د ډیریدو لامل ګرځیدلي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم ویلي چې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي دوام، د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوی دی.