1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو د بلخ کلدار او سمنګان فیروزنخچیر ولسوالیو مرکزونه ولکه کړل

thumbs_b_c_65dfbe0984c9d716ae02a81a8bea57aa
30 Jun 2021

امنیتي ځواکونو د بلخ له کلدار او سمنګان فیروزنخچیر ولسوالیو له مرکزونو شاتګ کړی دی.

سرچینې وايي چې طالبانو تیره ورځ مازدیګر د بلخ پر کلدار ولسوالۍ خپل بریدونه پیل کړل چې له څو ګړۍ نښتې وروسته دا ولسوالۍ د دې ډلې تر ولکې لاندې راغله.

تیره ورځ د بلخ سیمه ییز پازوال د طالبانو له شتون څخه د کلدار ولسوالۍ له چڼیدو  خبر ورکړی وو.

له دې سره هم مهاله د سمنګان د پولیسو مشر هم مني چې د دې ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ د طابلانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د هغه په وینا امنیتي ځواکونو اوس مهال د دې ولسوالۍ د مرکز په څلور کیلومټرۍ کې دفاعي لیکه جوړه کړې ده.