1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز رد کړ

اوربند
25 Apr 2020

د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د پنځه نۍ په ورځ د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت، د طالبانو له لورې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني ویلي چې په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو ته په کتو، طالبان باید د حکومت او خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ښاغلي غني  له وړاندیز وروسته په خپله تویتړپاڼه لیکلي چې د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله د زرګونو بندیانو د ژوند ګواښلو، د سولې د بهیر او د دوحې د هوکړه لیک د بشپړ پلی کیدو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو سره د اوربند غوښتنه معقول نده.

له بلې خوا د ملي امنیت شورا د حکومت د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه د ۵۸ طالب بندیانو له خوشې کولو خبر ورکړی دی.