وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ ۶ غړي په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې طالبانو د پیلنۍ پر ماښام(مرغومي ۲۸مه/جنوري ۱۸مه)د فاریاب اندخوری ولسوالۍ خانقاه کلي کې یوه استوګنیز کور ته ننوتې او د دې کورنۍ ۶ غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د وژل شویو او ټپیان په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا یوه شخصي قضیه ده او دوی په کې لاس نه لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي