1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبانو له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي

القاعده
17 Feb 2021

ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې اوس مهال له ۲۰۰ تر ۵۰۰ القاعده جنګیالي د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې حضور لري؛ القاعده جنګیالي د طالبانو تر ادارې لاندې سیمو کې فعالیت لري.

 

د دوحې د هوکړه لیک له مهمو ټکو یو یې له نورو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدل وو، خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی دی چې دې ډلې لا هم له القاعدې شبکې سره خپله اړیکه نه ده پرې کړې.

د آمریکا ان بي سي نیوز شبکې پر ترهګریزو فعالیتونو د ملګرو ملتونو سازمان د څارنې ډلې د همغږۍ کوونکې په حواله ویلي دي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کیدو لپاره  طالبانو له ژمنو سره سره،لا هم دې ډلې له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان دا چارواکی ټینګار کوي د القاعدې جګړه مار په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې دي روزنیزې برنامې په لاره اچوي.

ښاغلي براون زیاته کړه: د القاعدې جنګیالي د طالبانو تر ادارې لاندې سیمو کې خپلې روزنیزې برنامې ترسره کوي، که څه هم په دې سیمو کې د جنګیالیو ټولولو یا نه ټولولو اړوند شواهد نشته دي. اوس مهال له ۲۰۰ تر ۵۰۰ القاعده جنګیالي د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې فعالیت لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دې چارواکي ټینګار کړی چې د القاعدې شبکې مشرتابه، د طالبانو تر ملاتړ لاندې ده.

له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر رویترز ته ویلي دي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو دوام به د سولې خبرو بهیر له کړکیچ سره مخامخ کړي.

ښاغلي میلر زیاته کړې: د طالبانو تاوتریخوالی د تاریخي معیار په پرتله ډير لوړ دی. دا به د مخ پر وړاندې خوځښت لپاره چې د افغانستان لپاره به د عطف ټکی وي، زمینه برابره نکړي. که تاوتریخوالی لږ نشي، د سولې بهیر به له ډیر ډیر کړکیچ سره مخامخ شي. د دواړو لوریو لپاره به ستونزمنه وي چې لازم جوړجاړي وکړي.

خو طالبانو مخکې له دې له بهرنیو جنګیالیو سره اړیکې لرل رد کړي او د دوحې د هوکړه لیک په عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې اوس مهال په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې دریدلې دي او ترڅنګ یې په د هیواد په بیلابیلو برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه هم توده شوې ده.