1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 طالبان: تر لوی اختره د حکومت د بندیانو د خوشي کیدلو لړۍ بشپړیږي

د-طالبانو-لخوا-آزاد-شوي-عسکر-1
30 Jul 2020

طالبانو اعلان کړی چې تر لوی اختره، د امنیتي ځواکونو ټول پاتې بندیان خوشي کوي چې له دې سره د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو خوشي کیدل به بشپړ شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړ پاڼه کې لیکلي چې حکومت هم باید د دوحې د هوکړه لیک او وړاندي شوي نوملړ پر بنسټ د طالبانو پنځه زره بندیان له بنده خوشي کړي تر څو وروسته له اختره، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره شي.

ښاغلي شاهین همداشان په دې وروستیو کې په بغلان او لوګر ولایتونو کې د ۲۷ امنیتي ځواکونو له خوشي کولو خبر ورکوي.