1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبان: د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل د بندیانو د لړۍ په بشپړیدو تړلې ده

Hezb-e-Islami
08 Sep 2020

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي لاهم د دې ډلې د بندیانو د خوشي کیدو لړۍ نده بشپړه شوې.

محمد نعیم وردګ په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې د بندیانو د خوشي کیدو لړۍ به ډیر ژر بشپړ او وروسته له هغې به د دې ډلې مرکچي پلاوی د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره چمتو شي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ، په قطر کې د افغانستان د حکومت تخنیکي ډلې د خبرو اترو لپاره ډيری لومړنۍ سکالې حل کړي او د افغانستان د حکومت پلاوی په تمه دی ترڅو طالبان چمتو والی اعلان کړي.

او همدا رنګه د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله په کابل کې د روسیې له سفیر سره د افغانانو ترمنځ د خبرو او د سیمه ییزو مرستو په اړه بحث وکړ او په کابل کې د روسیې سفیر د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل سربیره ویلي دي چې مسکو په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره له هیڅ هڅې ډډه نه کوي.