ان بی سي نیوز رسنۍ د درییو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، داسې اطلاعات شتون لري چې طالبان په افغانستان کې د سولې د راوستلو د هوکړه لیک د عملي کولو هوډ نه لري.
دې رسنۍ په خپل ګزارش کې، د یوه استخباراتي چارواکي په حواله لیکلي، له روان حالت څخه داسې څرګندیږي چې طالبان هوډ نه لري ترڅو د هوکړه لیک هیڅ یوه برخه هم پلې کړي.
د دې سرچینې په وینا، په پاکستان کې د طالبانو د سرچینو څرګندونو له مخې استخباراتي ګزارشونه دا ښایي چې طالبان د سولې بهیر د امریکا له وتلو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د فرصت په توګه بولي.
د دوې په وینا،طالبان د امریکا سره د سولې هوکړه لیک ته د قبالې سند په سترګه ویني او نیت لري چې د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا ادعا رد کړې او ویلي چې تر دمګړۍ د دې هوکړه لیک د عملي کیدو بهیر په سمه توګه پر مخ روان دی.
سهیل شاهین په خپل تویترپاڼه کې لیکي“دا ادعا حقیقت نلري چې اسلامي امارت د شوې توافقنامې د ماتولو اراده لري، مونږ دا تور په کلکه ردوو . دا چي تر اوسه پورې د شوي توافق د عملي کېدو بهیر ښه روان دی، د مسئولو امریکایې چارواکو دا ډول څرګندونې په هیڅ ډول نشي توجیه کیدلای.”