1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبان: زمونږ خوشې شوي بندیانو بیرته د جګړو ډګر ته نه ګرځي

طالبان
26 Jul 2020

طالبان مدعی‌اند که جنگجویان رها شده این گروه دوباره به میدان‌های نبرد نمی‌روند.

طالبان ادعا کوي چې د دې ډلې خوشې شوي جنګیالي بیرته د جګړو ډګر ته نه ګرځي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ټولو خوشې شویو بندیانو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د جګړو ډګر ته لاړ نه شي خو د کابل ملي امنیت پر دوی برید کوي او هغوي نیسي.

وړاندې له دې د ملي دفاع وزارت واکپال ویلي وو چې د طالبانو خوشې شوي بندیان بیرته د جګړو ډګر ته ګرځيدلي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.