د طالبانو د ډلې د مرکچي پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د امریکا له پی بی اس شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړو پای له دې هیواد څخه د امریکایې ځواکونو وتلو پوری تړاو لري.
ملاعبدالغني برادر وایي “د افغانستان جګړه به هغه مهال پایته ورسیږي چې امریکا د دې هیواد له خاورې ووځي.امریکایانو، افغانستان ته په راتلو او په دې هیواد کې د جګړو پیلولو سره، ستره تیروتنه کړې ده. د دوی اصلي موخه اسامه بن لادن وو چې هغه هم له منځه ولاړ. مونږ ته لازمه ده چې د خپل ځان په بیه له افغانستان څخه دفاع وکړو.”
غني برادر زیاته کړه: ” امریکا په افغانستان کې د بدمرغیو لامل ګرځیدلې. که امریکا نه وه، نه به دا تراژیدي رامنځته شوی وای او نه به خلک وژل شوی وای. “
د طالبانو دې مرکچي زیاته کړې چې د امریکا په نشتون کې، طالبان د افغانستان له حکومت سره هوکړې ته رسیږي او د داعش پر وړاندې جګړه کوي.
” که امریکا نه وي، مونږ به په خپل منځ کې هوکړې ته ورسیږو. ځکه هغوی افغانان دي او مونږ هم افغان یوو. “
د ښځو د حقونو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې، برادر زیاته کړه: ” په دې برخه کې د طالبانو په لیدلوري کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. مونږ ټول هغه حقونه چې الله ښځو ته ورکړي دي، منو. د اسلامي شریعت له مخې، که شځې غواړي ژوند او کار وکړي، یقیناْ هغوی ته اجازه ورکوو. “
آرزو خبري سایټ ــ سباوون خپلواک