1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

طالبان: هیڅ بهرنی لوری نباید د افغانانو په چارو کې لاس وهنه وکړي.

GettyImages-1154766688
16 Sep 2020

طالبان وایي چې هیڅ یو بهرنی لوری نباید د افغانانو په چارو کې لاس وهنه وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردګ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا ډله له آمریکا سره لاسلیک شوې هوکړې پلې کیدو ته ژمنه  ده او متحده ایالتونه هم باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي وردک ویلي دي چې د طالبانو د ډلې مبارزه د واک تر لاسه کول نه دي بلکې د بهرنیو له ولکې د هیواد خپلواکۍ او یوه اسلامي نظام لپاره ده.

د ګزارشونو پر بنسټ ښاغلي خلیل زاد تیره ورځ (وږي۲۵/سپتمبر۱۵) د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان د سولې د بهیر او د سیمې د امنیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

ویل کیږي دواړو لوریو د سولې د بهیر پرمخ وړو لپاره د آمریکا او هند د همکاریو او راتلونګو ګامونو پر سر خبرې کړې دي.

په همدې حال کې تمه ده د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي نن (وږي۲۶/سپتمبر۱۶) د راتلونکو ناستو پر آجنډا خبرې وکړې.

د حکومت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري وایي چې دواړو لوریو تیره ورځ د کړنلارې پر وروستي کیدو او د اړیکې د ډلې پر کاری وخت خبرې کړې دي او د ناستو پر د کړنلارې په اړه هم ټلواله رامنځته شوې ده.

ښاغلی نادري ټینګار کوي چې په پرونۍ ناسته کې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي ترمنځ اړیکو ټینګښت لپاره دوه کسان  وګمارل شول.