د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي چې هیڅ څوک به طالبانو ته د افغانستان د سپارلو ژمنه ونکړي او هیڅ څه د افغانستان په خلکو نشي تپل کیدای.
عبدالله عبدالله چې نن درې نۍ، (سلواغې۱۴)، “د ملي روغې جوړې شورا د ښځو کمیسیون” د جوړیدوي په ناسته کې وینا کوله، په هیواد کې د تاوتریخوالي په ډيریدو او د ملکي وګړو موخه ګرځیدو د نیوکې ترڅنګ وویل چې جګړه د حل لاره نده.
ښاغلي عبدالله د دې په ویلو سره چې طالبان د چاودنو او موخه ییزو وژنو عاملین دي، وویل: “له بده مرغه ډیرۍ معلومات ښيي چې دا کارونه (چاودنې او موخه ییزې وژنې)، د طالبانو له لورې کیږي.”
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر له دې ډلې وغوښتل چې خپلې غوښتنې د خبرو په میز کې مطرح کړي.
هغه زیاته کړه: “د افغانستان د خلکو په غثاب کې هیڅ راز پریکړه نشي کیدای چې څوک طالبانو ته ژمنه وکړي، چې د افغانستان راتلونکی طالبانو ته سپاري. هر بحث چې لرئ د خبرو په میز کې یې ووایئ.”
د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشر په باور، د افغانستان د راتلونکي اړوند پریکړه به د افغانستان خلک وکړي.
په افغانستان کې د نوي دولت د جوړیدو اړوند خبرې، له واک څخه د ولسمشر غني د لاس په سر کیدو اړوند د طالبانو د پلاوي د سیاسي مرستیال د څرګندونو وروسته ډیرې شوې.
له بلې خوا، تیره شپه (دوه نۍ)، د طالبانو ډلې د پلاوي یو شمیر غړي چې ایران ته تللي، له واک څخه د ولسمشر غني د واک په سر کیدو اړوند د غوښتنې په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې د اوسني حکومت له منځه تلل او د نوي حکومت جوړیدل، د دوحې د هوکړه لیک یوه برخه ده چې تیر کال له امریکاییانو سره لاسلیک شوه.
د دوحې هوکړه لیک د تیر کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د طالبانو ډلې او امریکاییانو ترمنځ لاسلیک شو او مخکې له دې هم یو شمیر رسنیو ګزارش ورکړی چې د دې سند ځینې برخې، لا هم پټې پاتي.
د ملي امنیت شورا د سلاکار ویاند، رحمت الله اندړ هم د طالبانو د دې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د دوحې هوکړه لیک، نشي کیدای د افغانستان ترمنځ د خبرو اړوند د ټولو مسایلو بنسټ اوسي.
هغه د نظام د څرنګوالي پر سر بحث له وخته مخکې وباله.
له دې ټولو سره، له دوو اونیو ډیره موده کیږي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې په ټپه دریدلې دي. د دولت پلاوي تل طالبان تورن کړي چې خبرو ته نه حاضریږي. طالبانو بیا د خبرو د دریدو اړوند څه ندي ویلي.