د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجوادظریف هیښتیا ورکوي چې د داعش تر نامه لاندې اسلامي دولت افغانستان ته د خپلې اډې د لیږد په حال کې ده.
ښاغلي ظریف له اندیا تودی شبکې سره په مرکه کې وویل : “د داعش ډلې یو ځل بیا پیاوړتیا د هند،ایران او پاکستان تر منځ د اندیښنو ګډه سرچینه ده.دا ترهګریزه ډله هڅه کوي له سوریې او عراق څخه خپلې اډې افغانستان ته انتقال کړي.په افغانستان کې داسي سیمې شتون لري چې د ټولو لپاره د سترې اندیښنې لامل شوې ي،داعش نه یوازی یو هیواد بلکې ټوله سیمه ګواښي. “
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې پدیدې پر وړاندې د هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
هغه زته کړه: “د داعش اسلامي دولت د پاکستان،هند،روسیې او آن چین هیوادنو ته ګډ ګواښ پیښوي،دا هیوادونه باید د هغو ګواښونو لپاره چې د داعش ډلې له لوري سرچینه اخلي یو لاس شي. “
ظریف د خپلو ویناو په یوې بله برخه کې وویل داسي راپورونه شتون لري چې داعش پوري تړلي کسان په افغانستان کې له خپلې اډې په اوزبیکستان او تاجیکستان کې لاس په عملیاتو وهي.
”دا راپورونه،د جدي بدلونونو ښکارندوي کوي.مونږ له خپلو هندي ملګرو سره د داعش دځای بدلون او د هغه ګواښ په اړه چې له دې ډلې سرچینه اخلي په اړیکو یو،مونږ له پاکستان،روسیې او چین سره هم په اړیکه یو،له ترهګرۍ سره مبارزه هغه څه دي چې کولای شی مونږ ټول یو موټی کړي. “
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د امریکا رول په اړه وویل: “امریکا به زمونږ د ژغورنې لپاره را نشي،مونږ باید په خپله خپل ځان وژغورو.“