1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو میرمنو ډالۍ ترلاسه کړه

غفاری
05 Mar 2020

د میدان وردک ښاروالې، ظریفه غفاري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو میرمنو ډالۍ ترلاسه کړه؛ د سولې بهیر د افغانستان د ښځو د لاسته راوړنو د لمنځه تلو لامل ونګرځي.

د څلورنۍ په ورځ (د مارچ څلورمه) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د دې هیواد د لومړۍ میرمنې، میلانیا ټرامپ، په حضور د ۱۲ زړورو میرمنو د ستاینې په مراسمو کې، د افغانستان د میدان وردګو ولایت د میدان ښار ښارواله، ظریفه غفاري لومړۍ میرمن وه چې د زړورو ښځو ډالۍ یې ترلاسه کړه.

۲۶ کلنه میرمن غفاري، همداشان د ۱۲ ښځو په ډله کې یوازینۍ میرمن وه چې د دې ډالۍ د ترلاسه کولو وروسته یې وینا وکړه. هغې د میدان وردک په محافظه کاره ټولنه کې، د خپلو هڅو خبر وکړه او ویې ویل: کله مې چې خپل کار پیل کړ، ځینو سړیو د ښاروالۍ په دفتر کې زما له منلو انکار وکړ. ځیني کسان راغلل او زما لار یې ونیوله. فکر یې وکړ چې زما به وروستۍ ورځ وي، خو بیا ستنه شوم، بیا ستنه او په خپل ځای پاتې شوم.

میرمن غفاري د افغانستان له راتلونکي اندیښنې ښودلو سره وویل چې هیله لري د سولې خبرې اترې د دوی د لاسته راوړنو د لمنځه تلو لامل ونګرځي.

هغې زیاته کړه: زما د نسل ښځو، د طالبانو واکمني نه ده هیره کړې. مونږ د تل په څیر د خپل راتلونکي په اړه اندیښنه لرو. نو له دې کبله زه ستاسې د تلپاتي ملاتړ غوښتنه لرم چې د افغانستان د سولې بهیر، د طالبانو د تیاره رژیم وروسته لاسته راوړنې له منځه یونسي.

دا ډالۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک څو ورځې مخکې او د ښځو د نړیوالې ورځې یا د مارچ د اتمې مخکې، میرمن غفاري ته ورکړل شوه.

آرزو نیوز