د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتي ټیکاو د راتلو لپاره د خبرو بهیر به بې پایلې وي؛ هغه تاوان چې امریکا د سولې بهیر ته رسولی، رغونه یې ستونزمن کار دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمدجواد ظریف له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې ویلي چې په دوحه کې روانې خبرې، له کړکیچ سره مخامخې شوي.
ښاغلي ظریف زیاته کړه: مونږ په دوحه کې خبرې له نږدې څارلې دي. له بده مرغه دا خبرې له کړکیچ سره مخامخې شوې دي. دې بهیر ته د مرستې لپاره هرڅه چې زمونږ په وس کې وي، ترسره کوو یې. خو هغه تاوان چې امریکا دې بهیر ته رسولی دی، ستونزمنه ده چې هغه ورغوو.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبته ونډه نده لوبولې.
د ایران دې ستر ډیپلوماټ ویلي: مونږ دا مسله د ډاکټر خلیلزاد د ماموریت له مهاله ویلې او له هماغه لومړي څخه مو ویلي چې دا خبرې، په ناسمه لارې روانې دي او افغانستان ته د سولې او ټیکاو راوستلو لپاره به پایله ونلري.
دې ایراني چارواکي د افغانانو ترمنځ د خبرو په پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره د ایران د نه لیوالتیا اړوند ویلي: مونږ د هغه بهیر اړوند چې مشري یې د امریکا متحده ایالتونه کوي، ډیر بدبینه یوو او له همدې کبله، په دې بهیر کې مو ګډون ونکړ. خو مونږ د افغانانو ترمنځ له ټولو خبرو ملاتړ کوو. هیله من یوو چې دا خبرې د افغانستان خلکو د ولسواکه لاسته راوړنو په ساتنې سره دوام ولري او په هغه کې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه ګډون ولري.
ظریف همداراز ویلي چې د سولې خبرې باید د یوه اړخ له لورې پرمخ یو نه وړل شي.
د ایران د دیپلوماسۍ دستګاه مشر په دې تړاو وویل: باید ټول اړخونه په دې بهیر کې حضور ولري. زمونږ په باور د افغانستان راتلونکی باید د خپلو افغانانو له لورې او د بهرنیو لاسوهنه پرته وټاکل شي. د سیمې هیوادونه باید په دې هبیر کې ونډه ولري او دې بهیر سره مرسته او آسانتیا رامنځته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې نږدې لس ورځې وړاندې، د قطر په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوې.