دیني عالمان وایي چې هیوادوال باید له راټولیدنو ډډه وکړې؛ حکومت او طالبان دې په کلیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي.
په نړۍ کې د کرونا ویروس خپریدو او په دې ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیریدو په لړ کې، یو شمیر دیني عالمانو نن (یوه نۍ، د اوري درییمه/مارچ ۲۲)، په کابل کې سره راټول شوي، چې د دې ویروس د مخنیوي د څرنګوالي اړوند خلکو ته د پوهاوي د ورکړې څرنګوالي اړوند معلومات ترلاسه کړي.
د عالمانو شورا غړی، عنایت الله بلیغ په دې ناسته کې له هیوادوالو وغوښتل چې له لویو ټولنیزو راټولیدنو ډډه وکړي او همداشان له دې ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.
دیني عالمانو له حکومت او طالبانو هم وغوښتل چې د یوه بل په همکارۍ د دې ویروس پر وړاندې ګام اوچت کړي.
یو دیني عالم، مولوي عبدالسلام عابد، په دې اړه وویل چې دواړه لوري باید د کوویډ-۱۹ ویروس پر وړاندې د مبارزې او په لیرې پرتو سیمو کې د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره، د یوه ګډ کمیسیون په جوړیدو هوکړه وکړي.
له بلې خوا، په بلخ کې یو شمیر مدني فعالان، له حکومت څخه غواړی چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي خپرونې ډیرې کړي.
عبدالحمید صفوت چې په بلخ کې د مدني ټولنو مشر دی، وایي چې دا ویروس په ټولې نړۍ کې په یوې اندیښنې اوښتی او د افغانستان حکومت باید د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلو برنامو ته لومړیتوب ورکړي.
له دې سره سم؛ د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکیو یو کمپاین پیل کړی او په هغه کې یې له مخابراتي شبکو وغوښتل د غږیزو او لیکلو پیغامونو له لارې، هیوادوالو ته د کرونا ویروس د ګواښ او په ټولنه کې د خپریدو د مخنیوي اړوند، پوهاوی ورکړي.
له دې سره؛ تراوسه د نړۍ په ۱۸۸ هیوادونو کې په کرونا ویروس ۳۱۰ زره تنه اخته شوي او په افغانستان کې هم د دې ویروس ۳۴ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک