د مارشالۍ رتبه نن (چنګاښ۲۵/جولاۍ۱۵) په رسمي مراسمو کې عبدالرشید دوستم ته ورکول کیږي.
ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې مراسم د جوزجان ولایت شبرغان ښار په پارک شهدای ازادي کې ترسره کیږي.
ښاغلي دوستم ته نږدې کسان وايي چې ښاغلي دوستم ته د مارشال رتبې ورکړل کیدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او په زرګونو خلکو هم په مراسمو کې برخه اخیستې ده.
په همدې حال کې مارشال دوستم د دې رتبې د ورکړې له مراسمو یوه ورځ دمخه په هیواد کې د سولې د ټینګښت او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.
مارشال عبدالرشید دوستم د هیواد دریم مارشال دی چې دا لوړه پوځي رتبه یي ترلاسه کړې ده.