د بادغیس په قلعه نو ښار کې دوسله والو بریدګرو برید،له پنځو ګړیو وروسته پایته ورسید.
څلورو وسله والو بریدګرو د پیلنۍ په ورځ(د جولای په ۱۳مه) له غرمې وروسته د بادغیس ولایت قلعه نو ښار کې ددې ولایت امنیې قوماندانۍ ته نږدي پر یوه هوټل برید وکړ او وروسته بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.
د کورنیو چارو وزارت وایې چې په دې نښته کې دو بریدګر ووژل شول او درې نور په ټپي حالت کې نیول شوي دي.
دا وزارت همدا شان زیاتوي چې په دې برید کې څلورو پوځيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ملکي کسانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وایې چې ددې برید موخه هغه وو او څو ورځې وړاندی د کشفی او استخباراتي بنسټونو له لوري د هغه د لمنځه وړو په موخه راپورونه ورکړل شوي وو.
خو سیمه ییزې سرچینې وایې چې ددې بریدګرو موخه د بادغیس امینه قوماندانۍ وه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي