1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله:ترڅو راتلونکو ورځو به دسولې لپاره د مشرتابه شورا جوړه شي

53166_CHE190406AbdullahAbdullahAP_1554554693149
07 Apr 2019

دافغانستان د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله، په اردن کې د منځنی ختیځ او د افریقا شمال اړوند د نړیوال اقتصاد ټولنې د ۷ مې ناستې په څنډه کې د ترکیې له ټی آر ټي شبکې سره په خبرو اترو کې وویل،چی تر څو راتلونکو ورځو به،د افغانستان دسولې د بهیر پرمخ وړو لپاره د مشرتابه شورا جوړه شي.

ښاغلی عبدالله وویل:په راتلونکو ورځو کې به،دسولې لپاره د مشرتابه یوه شورا جوړه شي،دا زما،افغان حکومت او له حکومت څخه د نورو سیاسی مشرانو وړاندیز وو.مونږ باید په خپل منځ کې کینوو،او ددی شورا یوه برخه اوسو،وروسته بیا ددی شورا په څوکاټ کې ټول هغه موارد چی سولې پورې اړه لري پریکړه وکړو.

عبدالله عبدالله،بیا ددی نړیوالې ناستې به بله څنډه کې،د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې اترې کلیدی بللې او ویلې دي:اوس مهال طالبان له امریکا سره په خبرو اترو بوخت دي،هغوي تراوسه له افغان حکومت او نورو سره خبرې اترې نه دي کړي،دا یوه کلیدې سکاله ده چی باید رامنځته شي،دا به دسولې د بهیر یوپیل وي.

د افغانستان اجرایی مشر د خپلو ویناوو په بله برخه کې دولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار سره وویل،چی دا بهیر نباید ددی لامل شي چی مونږ په تمه اوسو ترڅو دسولې خبرې اترې پایلې ورکړي بیا ټاکنې ترسره شي.

عبدالله زیاته کړه:د افغانستان سکالو ته په کتو،په روان کال کې پر دو سکالو ډيری تمرکز کیږی،لومړی دسولې بهیر دی چې د امریکایانو له لوری یی ملاتړ کیږی.د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې،پرمختګونه رامنځته شوي دي خو لا هم اړتیا ده ترڅو ډيری کارونه تر سره شي،دویمه سکاله هم په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ولسمشریزې او د ولایتی شوراګانو ټاکنې دي.پر دواړو مواردو کار کوو.دا دواړه سکالې یو بل پوری اړه نه لري،د افغانستان د اساسی قانون پر بنسټ،سږکال باید ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

چمتو والی روان دی.زه یو له نوماندانو څخه یم.ټاکنیز کمپاینونه تر اوسه نه دی پیل شوی.هیله مند یم راتلونکې ټاکنې به ښې او رڼې تر سره شې.

له بلی خوا اجرایی مشر دسولې په بهیر کې د سېمې په تیره بیا پاکستان رول مهم بللی او ویلي دي:یوشمیر ترهګریز سازمانونه او طالبان چی زمونږ پر وړاندی جګړه کوي،په خواشېنې سره د پاکستان له لوري ملاتړ کیږی.په دی هیواد کې پټن ځایونه لري.ددی حالت دوام به د پاکستان په ګټه نه وي،دا مهمه ده ترڅو په صداقت سره له خبرو عمل ته راشو او له سولې څخه د ملاتړ لپاره،له شته فرصتونو څخه ګټه واخلو،په افغانستان کې له سولې څخه ملاتړ به دټولې سېمې لپاره ګټور وي.

آرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي