1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله‌‌عبدالله: پر افغانستان د طالبانو واکمن کیدل ناشونی دی

60d690f4ddb40d25f92ed29b_o_U_v2
26 Jun 2021

عبدالله عبدالله وايي، اټکل کیږي طالبان د لنډ مهال لپاره پرمختګونه ولري، خو له پوځي لارې بریا پر سره د دې ډلې تمرکز تیروتنه ده.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر، له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې یو ځل بیا پر افغانستان د طالبانو واکمن کیدل ناشونی بللي دي.

ښاغلی عبدالله که څه هم د طالبانو وروستي پرمختګونه لنډمهاله بولي، خو په ورته وخت کې بیا پوځي فشار لپاره د دې ډلې هڅې ناسمه محاسبه بولي.

د ملي روغې جوړې شورا مشر زیاته کړه: د طالبان واکمن کیدل به د خدای په مرسته ناشونی وي، ممکن دوی هڅه وکړي او یا هم بیړني او لنډمهاله پرمختګونه ولري، ممکن له یوشمیر شاتګونو سره مخامخ شو، خو که چیرې طالبان د پوځي حل لارې هوډ لري، دا به یوه ناسمه محاسبه وي. دوی باید له تاریخ څخه درس واخلي، افغانستان بدلون نه دی کړی. باید د خپل کار خطر وڅيړي. دوی د جګړو او د خلکو د زورونې له دوام سره، نشي کولی خپلو موخو ته ورسیږي.

عبدالله عبدالله د سولې په خبرو اترو کې د یوه واحد لیدلوري په نه درلودلو هم تورنوي. خو هغه بیا د افغانستان د سکالې حل لاره خبرې اترې بولي او د سیاسي خبرو اترو پردوام ټینګار لري.

ښاغلي عبدالله همدا شان وویل: کله چې د سوله ییزې حل لارې سکاله وړاندې کیږي، زمونږ دریځ واحد دی خو طالبان بیا توپیر لرونکی دریځ لري. د افغانستان ډيری وګړي تلپاتې، پتمنې او دایمې سولې غوښتونکي دي. خلکو په دې برخه کې خپل یووالی ښودلی دی. کله چې طالبان د سکالې حل لپاره پوځي حل لاره بولي، خلک له حکومت څخه په ملاتړ دریږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له یوې خوا په دوحه کې خبرې اترې پڅې شوې دي او له بلې خوا هم، د امریکايي سرتیرو د وتلو د لړۍ له پیل سره، طالبانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې خپل بریدونه ډیر کړي دي، هغه جګړې چې د څو ولسوالیو د سقوط لامل هم شوې دي.