1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله‌: د پامپیو له سفر ښه ګټنه ونشوه

Abdullah-Abdullah-1
24 Mar 2020

عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلانپاڼې په غبرګون کې ویلي چې د هیواد د سیاسي کړکیچ د هواري لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سفره ښه ګټنه ونشوه.

 

وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني څخه د سیاسي کړکیچ د هواري او افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک د عملي لپاره په نه همکارۍ نیوکه وکړه، عبدالله عبدالله په یوې اعلانپاڼه کې دا ومنله چې کابل ته د ښاغلي پامپیو له دې سفر سمه ګټنه ونشوه.

د عبدالله عبدالله په اعلانپاڼه کې راغلي دي: “د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د کرونا د نړیوال کړکیچ په شرایطو کې افغانستان ته سفر وکړ. مونږ له دی ګام څخه هرکلی کوو. دی سفر د شته کړکیچ د هواري فرصت رامنځته کړ چې په خواشینۍ سره ترې ښه ګټنه ونشوه.

د دې اعلانپاڼې پر بنسټ؛ څرنګه چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلانپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي پامپیو د هیواد د سیاسي مشرانو له لورې د شته کړکیچ د ژر هواري او جدي اړتیا اړوند د امریکا متحده ایالتونو د حکومت پیغام راوړ او د دې سکالو په بیړنيتوب یې ټینګار وکړ. په داسې حال کې چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحده ایالتونو له همکارۍ او د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګیدو په موخه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د لارې د هوارولو لپاره له هڅو مننه او ستاینه کوو، غواړو ټینګار وکړو چې په هیواد کې د سولې راوستلو او ملي ګټو په برخه کې د دې همکاریو دوام، زمونږ ولس ته ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي عبدالله په اعلانپاڼه کې یو ځل بیا د خبرو له لارې د سیاسي ستونزو په هواری ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: “یو ځل بیا د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو چې مونږ د ستونزو حل لاره، په خبرو او مذاکره کې بولو او په همدې حال کې، په هیواد کې د سولې ټینګښت د افغانستان د امنیتي او دفاعي سرتیرو د بشپړې بې پرې والي او سلامت په ساتنې، په هرو شرایطو کې مونږ ته لومړیتوب لري.”

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک