اجرایي مشر په وروستیو ګومارنو د نیوکې ترڅنګ وایي، چې یو اړخیز ګامونه د نه ټیکاو لامل ګرځي، خو دی هڅه لري چې سیاسي ټیکاو وساتل شي.
د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله، نن (دوه نۍ، د مرغومې ۳۰/ د جنوري ۲۰) د وزیرانو د شورا په ناسته کې، د حکومت د وروستیو پریکړو اړوند غبرګون وښود.
ښاغلي عبدالله په وروستیو ګومارنو د نیوکو ترڅنګ، هیښتیا ورکړه چې یو اړخیز ګامونه، د هیواد په ګټه نه دي او داشان پریکړې د نه ټیکاو لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه: “یو ډول نور شوقونه هم د ګومارنو او یو اړخیزو پریکړو اړوند شته دي چې هیڅ کله هم د هیواد د ټیکاو په ګټه نه دي.”
عبدالله عبدالله د سولې د بهیر اړوند هم د حکومت په پریکړو نیوکه وکړه او ویې ویل چې سوله په یوه کس او فردي آند تړلې نه ده او خلک باید د سولې په بهیر کې شریک شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څو مودې وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ چې د سولې اړوند فعالیتونه پرغاړه واخلي.
شاغلي عبدالله د خپلو خبرو په یوې برخه کې، ولسمشریزو ټاکنو ته هم ګوتڅنډنه لرله او ویې ویل چې ټاکنې به هرو مرو یو ګټونکی ولري، خو د ملي یووالي حکومت هوکړه تر هغه مهاله اعتبار لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ټاکنو له ترسره کیدو د نږدې څلورو میاشتو تیریدو سره، ټاکنیز کمیسیونونه تراوسه نه دي توانیدلي چې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الرحمن سباوون خپلواک