1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله: امریکا او طالبان دې د تاوتریخوالي د کمیدو شرایطو ته پام ولري

عبدالله
17 Feb 2020

د حکومت اجرايي مشر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د نویو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ غواړي چې د هوکړه لیک شرایط باید عملي شي.

 

د حکومت اجرایي مشر، عبدالله عبدالله، نن (دوه نۍ، د سلواغې۲۸/فبرورۍ۱۷)، د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د تاوتریخوالي د کمیدو پر سر د امریکا او طالبانو هوکړه، په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره یو مثبت ګام دی.

“د افغانستان ولس د طالبانو ډلې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د خبرو له پرمختګه هرکلی کوي، خو د هیواد سیاسي برخه لیک، د افغانانو ترمنځ خبرو سره تړلی دی چې خلک خپله د خپل برخه لیک اړوند پریکړه وکړي.”

ښاغلي عبدالله همداشان له طالبانو او امریکاییانو وغوښتل چې د هوکړه لیک شرایط عملي کړي.

هغه زیاته کړه: د سولې په برخه کې زمونږ دریځ روښانه دی؛ هر هغه ګام  چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته مرسته وکړي او په هیواد کې د تلپاتې سولې لامل وګرځي، د منلو وړ دي او ترې هرکلی کوو.

اجرايي مشر پر دوام ټینګار وکړ: د هوکړه لیک لاسلیک، د تاوتریخوالي کمیدو سره تړاو لري، د طالبانو ډله باید ثابته کړي چې د سولې وروستۍ هوکړې او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته بسیا هوډ لري.

عبدالله له امنیتي او دفاعي سرتیرو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې د عملي کیدو په ورځو کې د سولې د ټینګیدو لپاره د حکومت تکل ثابت کړي.

اوس همال، له طالبانو سره د امریکا خبرې پایته رسیدلې دي او ظاهراْ مرکچي لوري د هغو ورځو تمه لري چې د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه عملي کړي.

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی، عبدالسلام حنفي، د دې پخلی وکړ چې اوس مهال له امریکا سره د دې ډلې خبرې پایته رسیدلې دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه چې د سولې د هوکړې د لاسلیک ورسوته به، د افغانستان له بندخونو د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې او پر وړاندې به یې د طالبانو له بندخونو د دولت اړوند زر بندیان خوشې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک لاسلیک، د تاوتریخوالي کمیدو سره تړلی د ؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو د وروستۍ ناستې د پریکړې پر بنسټ، د تاوتریخوالي کمښت د راتلونکې اوونۍ له پیلنۍ پیل او د فبرورۍ تر ۲۸ نیټې به دوام ولري. که د شخړې د دواړو خواوو له لورې هیڅ پوځي ګام اوچت نشي او شرایط په ښه توګه پرځای شي، د فبرورۍ په ۲۹مې به هوکړه لیک لاسلیک شي.