د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله ویلي چې د طالبانو ډله به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو هیڅ ګټه ونکړي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې طالبان به د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیره ګټه ونکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې د سولې په بهیر کې له پرمختګونو وړاندې د دې ځواکونو وتل به د یوې تشې د رامنځته کیدو او پر امنیتي حالت د اغیزې لامل وګرځي.
هغه ویلي: د سولې د ټينګیدو او په خبرو کې د پرمختګ وړاندې، که د ځواکونو وتل له مهاله مخکې پيښ شي، له شکه پرته یوه تشه به رامنځته کړي او پر امنیتي حالت به هم اغیزه ولري، خو په دې معنی نده چې یوه اړخ به پر بل اړخ غالبه شي.
مخکې له دې ولسمشر ټرامپ ویلي وو چې تر درییو راتلونکو میاشتو به امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووځي.
سیاسي فعالې، شکریه بارکزۍ آرزو ټلویزیون ته وویل چې د ټرامپ دا څرګندونې، د هغه د ټاکنیزو سیالیو لپاره دي، خو د افغانستان په امنیتي او اقتصادي حالت به جدي اغیزه ولري.
په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله یوه میاشت تیریږي؛ خو دواړه لوري تراوسه ندي توانیدلي چې د رسمي ناستو د ترسره کیدو لپاره د کړنچارې پر سر هوکړې لپاره دوه اختلافي موارد حل کړي.
د طالبانو غوښتنه په فبرورۍ میاشت کې له امریکا سره هوکړه لیک دی خو د افغانستان دولت، له ناټو سره د فبرورۍ میاشتې په ګډې اعلانپاڼې ټینګار لري.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون په دې تړاو وویل: په تیرو څو ورځو کې د دواړو لوریو مرکچي پلاویو ترمنځ نارسمي ناستې شوې دي او د افغانستان دولت پلاوي خپله ټاکنه طالبانو ته سپارلې ده.
خو د دې خبرو د مهال غځیدل او بې پایلې پایته رسیدل، کولای شي په دې بهیر کې د لویو هیوادونو د لاسوهنې لپاره لار هواره کړي.
که څه هم، د تاوتریخوالي پایته رسیدل او د دولت او طالبانو ډلې د پوځي عملیاتو دریدل، د دوحې له روان بهیر څخه د هیوادوالو غوښتنه ده، خو هلته دولس ورځې کیږي چې د دواړو لوریو د پلاویو ترمنځ رسمي ناسته نده شوې.