1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله: د بې ګناه وګړو وژل سولې ته د رسیدو لار ستونزمنوي

150876500_10159215721704717_4712199924905973791_o-1-1536x932
17 Feb 2021

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي چې د رسنیزو او بشري حقونو فعالانو موخه ییزې وژنې، هیڅ ډله نه ځواکمنوي او د اوسنیو ستونزو د هواري یوازینۍ لارې، خبرې دي.

 

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله چې نن (څلورنۍ، سلواغې۲۹)، د دې شورا د بشر حقونو د کمیسیون د جوړیدو په ناسته کې وینا کوله، ویې ویل چې د طالبانو له لورې د بې ګناه وګړو وژنو دوام، د سولې لار ستونزمنوي.

هغه زیاته کړه: “که طالبان فکر کوي چې د بې ګناه وګړو او بشري حقونو فعالانو وژلو سره، خپله وړتیا ښکاره کوي، دا یوه محاسباتي تیروتنه ده او سوله ییزې سولې ته د رسیدو لار ستونزمنوي. د بې ګناه وګړو موخه ګرځول، له هر لیده ناوړه ده.”

ښاغلي عبدالله طالبانو ته په خطاب کې وویل: “طالبان باید پوه شي چې سولې ته د رسیدو لار، د خبرو له لارې ده او د مهمو او اساسي خبرو ځای، د خبرو میز دی، نه د جګړې ډګر او وینه تویونه او وحشت خپرول.”

مخکې له دې بیا دې ډلې تل په وروستیو چاودنو او موخه ییزو وژنو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

له دې سره، د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي چې د سولې خبرې په حساسو شرایطو کې دي.

هغه د ملي روغې جوړې د لویې شورا د بشري حقونو د کمیسیون د جوړیدو په تړاو وویل: “دا کمیسیون له نورو بنسټونو سره په همغږۍ کولای شي د افغانستان د خلکو او بشري حقونو د بنسټونو د غوښتنو په خپرولو کې جدي او دوام لرونکی کار وکړي.”

عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې د بشري حقونو سرغړاونې په افغانستان کې د جګړې لامل او د بشري حقونو د ارزښتونو دفاع، د سولې په خبرو کې د دې شورا لومړیتوبونه دي.