د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه نده ټیټه شوې او د سولې له بهیر څخه د خلکو د ملاتړ د لرلو لپاره، لوري باید تاوتریخوالی لږ کړي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، (درې نۍ شپه، تلې لومړۍ)، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو اړیکو شورا په پرلیکه ناسته کې وویل چې هیله من دی په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې، په هیواد کې د څلور لسیزې جګړې او وینې توییدنې د پایته رسیدو لامل وګرځي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د سولې خبرو سره هم مهاله، په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده او دا د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وویل چې د افغانستان خلک تمه لري چې تاوتریخوالی د پام وړ ټیټ او بشرپاله اوربند ټینګ شي.
هغه زیاته کړه: له بده مرغه د تاوتریخوالي کچه اوس هم لوړه ده. یو ځل بیا له طالبانو او نورو کسانو چې پر طالبانو نفوذ لري، غواړم چې د تاوتریخوالي په کمیدو ځیرنه ولري.
عبدالله همداراز وویل چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو ټینګیدل، د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی؛ ځکه د سیمې ټول هیوادونه د ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر روښانه کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي لپاره، د نویو ارزښتونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، ټاکنې، د رسنیو آزادۍ او د مدني ټولنې فعالیت ساتنه مهمه ده.