د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي، د افغانستان دولت له بشپړ چمتووالي سره د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي او په دې ناسته کې به د افغانستان برخه لیک روښانه شي.
عبدالله عبدالله له بي بي سي شبکې سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې ناسته به د هیواد برخه لیک روښانه کړي.
په ترکیې کې د افغانستان د سولې ناسته، تمه ده په اپریل میاشت کې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د استازو په حضور په استانبول کې ترسره شي.
د افغانستان دولت په دې ناسته کې د ګډون لپاره، یوه طرحه چمتو کړې چې د ولمسشر سلاکار یې د سولې طرحه بولي.
د دې طرحې یوه برخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ټاکنو ترسره کیدل دي.
ښاغلي عبدالله د ژرمهاله ټاکنو د ترسره کیدو په تړاو د ولسمشر غني د طرحې اړوند وویل که طالبان چمتووالی ولري، کولای شو د “ژرمهاله ټاکنو” په لورې ولاړ شو.
هغه وویل: “د ولسمشرس له لورې هم یوه طرحه وړاندې شوې، که وغواړو ژر پایلې ته ورسیږو او دا د دواړو لوریو د منلو وړ وګرځي او طالبان یې ومني، مستقیماْ کولای شو د ژرمهاله ټاکنو په لور ولاړ شو.”
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړه دا چې طالبان تر کومه کچه د ټاکنو په لور تلو ته چمتووالی لري، “یوه لویه پوښتنه ده.”
ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې تراوسه د ملي روغې جوړې د لویې شورا په ناسته کې د دې طرحې په تړاو ژور بحث ندی شوی.
د ترکیې ناسته، ظاهراْ د افغانستان د سولې بهیر ته نوی لوری وروبښي. یو شمیر شنونکي بیا د جمهوریت له لیکې غواړي چې د ترکیې ناستې ته د تلو مخکې، واحده طرحه په لاس ولري.