1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله: د خبرو د دوام پرته هیڅ لار شتون نلري

عبدالله
01 Oct 2020

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، د سولې خبرې پیچلې بولي او وایي چې د سوله غوښتونکو هڅو د دوام لپاره، تاوتریخوالی باید لږ شي.

 

شل ورځې کیږي چې د دولت او طالبانو ډلې پلاوي د خبرو د کړنچارې په وروستي کولو بریالي شوي ندي او دا د دې لامل شوی چې لا هم په رسمي اجنډا کار پیل نشي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر عبدالله عبدالله له امریکا غږ سره په مرکه کې، روان بهیر پیچلی او ستونزمن بللی او د تاوتریخوالي کمښت یې د سولې په بهیر کې د هڅو د ساتنې لپاره مهم په ګوته کړی.

ښاغلي عبدالله ویلي: باید د راتلونکو نسلونو لپاره یو څه په میراث پریږدو. که څه هم آسانه کار ندی، ځکه سولې ته لاسرسی ډیر پیچلی او ستونزمن وي او خپلې لوړې او ژورې به ولري، خو په دې لاره د تلو پرته بل هیڅ لار شتون نلري.

ډاکټر عبدالله د سولې په بهیر کې د سیمې د هیوادونو ونډه پراخه بولي، تر هغه ځایه چې په هیواد کې د جګړو دوام د افغانستان ګاونډیو او سیمې پر تاوان بللی دی. هغه همداراز د روسیې نوم اخیستې چې غواړي د سولې بهیر په سمه لار وخوځیږي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د امریکايي پوځيانو بهر تلو ګوتڅنډنې سره وایي، چې دا بهیر د افغانستان په حالت خپل اغیز لرلای شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې: امریکاییان به د خپلو ارزونو پر بنسټ افغانستان څخه ووځي، هغوی به سولې او ټیکاو ته ګواښونه و ارزوي. هیڅ څوک نشي کولای چې امریکا پاتې کیدو ته یا له افغانستان څخه بهر کیدو ته اړ کړي. دې سره هم مهاله امریکاییان اوسنیو نښتو ته د حل لارې د موندلو لپاره ژمن دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی دی.

د دوحې د خبرو د کړکیچ ماتیدل، د هغه د سفر اجنډا بلل شوې.