د حکومت اجرایي مشر وایي چې آړونه باید له طالبانو سره د خبرو پرمهال کیښودل شي، خو مخکې له مخکې شرطونه به د خبرو مخنیوی وکړي.
په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د طالبانو لخوا د اوربند اعلان، د خبرو د پیل لپاره آړ ایښی، خو اجرايي ریاست د خبرو د پیل لپاره آړ ایښودنه، له ستونزو سره د سولې د بهیر د مخامخیدو عامل یادوي.
د حکومت اجرایي مشر، عبدالله عبدالله، نن (دوه نۍ، د سلواغې ۱۴/فبرورۍ ۳)، د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د “خبرو پرمهال” باید د آړونو اړوند چنې ووهل شي.
د ښاغلي عبدالله په آند، د خبرو د پیل وړاندې د آړونو ایښودل کولای شي د خبرو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، زلمي خلیلزاد، د پيلنۍ او یوې نۍ په ورځو د ملي یووالي د حکومت له مشرانو او یو شمیر سیاستوالو سره ولیدل.
د ځینو سیاسي ګوندونو استازو چې له خلیلزاد سره لیدلي دي، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یې د حکومت د نه چمتووالي اړوند د ښاغلي خلیلزاد له اندیښنې یادونه کړې ده.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت د ګوند مشر، سید اسحاق ګیلاني، په دې اړه وویل: د خلیلزاد اندیښنه له دې کبله وه، که امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي؛ له هغه مهاله لس ورځې وروسته باید د افغانستان له لورې مرکچي پلاوی باید چمتو و اوسي. خو مونږ په افغانستان کې د داسې حالت لپاره چمتووالی ونه لید، چې له طالبانو سره کښیناستو ته چمتو وي.
د افغانستان د سولې او پرمختګ ګوند مشر، عزیزالله دین محمد هم آرزو ته ویلي چې امریکا هڅه لري چې تاوتریخوالی لا لږ شي او په دې اړه له طالبانو سره چنې وهي.
ظاهراْ د مرکچي پلاوي د جوړیدو پر سر د حکومت او سیاستوالو اختلافونه د دې لامل شوي چې د دولت د چمتووالي بهیر ټکنی و اوسي.
سیاسي فعاله، شکریه بارکزۍ وايي چې سوله یوې ځانګړې کړۍ پورې تړاو نه لري، او دا سکالو د “سیاسیونو ترمنځ د واټن” لامل شوی دی.
له دې ټولو سره، ولسمشرۍ ماڼۍ تل د سولې د بهیر اړوند له سیاسي مشرانو سره د سلاوو د ور د خلاصوالي خبر کړې ده.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي، په دې وروستیو کې ویلي چې اوس مهال د هر اړخیز پلاوی د جوړیدو پر سر کار روان دی.
نادر اشکان – آرزو نیوز
ژباړن: سباوون خپلواک