1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله: د دواړو هیوادونو په ګټه نده چې شته حالت ته دوام ورکړو

abdullah-1536x1024
29 Sep 2020

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د اسلام آباد د تګلاریزو مطالعاتو انسټیټوټ کې وویل چې هغه فرصت رارسیدلی چې له شعارونو او تکراري بیانیو مخته لاړ او نوې پیر پیل کړو.

 

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله اسلام آباد ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د اسلام آباد د تګلاریزو اړیکو په ټولنه کې د وینا پرمهال وویل چې دواړه هیوادونه، د نویو تګلارو غوراوي ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: د دواړو هیوادونو په ګټه نده چې شته حالت ته دوام ورکړو. مونږ یوې نوې تګلارې ته اړتیا لرو. زمونږ خلک له مونږ دا تمه لري او غواړي. له هر مهاله ډیر اړمن یوو چې خپلې سیمې ته د یوې واحدې سیمې په توګه ووینو.

عبدالله عبدالله همداراز وویل: په دې باور یم چې اوس هغه فرصت رارسیدلی چې له شعارونو او زړو او تکراري ویناوو او د چلوټو له تیوریو چې مونږ یې شاته پرې ایښي یوو، تیر شو او نوې پیر پیل کړو.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د خپلو خبرو په یوې بلې برخه کې وویل: باید په تیرو ۳۰ کلونو کې د سیمې واقعیتونو ته وګورو او جغرافیایي-سیاسي او جغرافیایي-اقتصادي بدلونونه په پام کې ونیسو. وروسته باید له خپلو ګټو و تاوانونو، ګواښونو او فرصتونو لازم درسونه واخلو. دې ته باید پام وکړو که مونږ د بریا-بریا، ناندرو هواري، منځلارۍ، ډیر سیمه ییز نښلیدنې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، اقتصادي همپالنې او د خلکو او سوداګرو ترمنځ مو لا ډیر او اغیزمن تعامل لرلای وای، نن به مونږ چیرته وو.

هغه دې ته ګوتڅنډنې سره چې دواړه هیوادونو له یوه بل سره د نه همکارۍ له کبله ډیرۍ فرصتونه لا لاسه ورکړي، وویل: کب چې هر مهال له اوبو راونیسې، تازه دی.

عبدالله پر دوام ټینګار وکړ: په ځینو برخو کې مو پرمختګ لرلی دی، خو په سیالنیزې نړۍ کې له ټکنالوژۍ پلوه شاته پاتې یوو. د ترهګرۍ، سخت دریځۍ، نه زغم او کوویډ-۱۹ وبا په څیر چې هیڅ هیواد ترې په امان کې نه دی پاتې له جدي ګواښونو سره مخ یوو.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړه: د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو لپاره ډیرۍ فرصتونه شتون لري او د سیمې اوسنۍ جغرافیایي-سیاسي حالت ته په کتو سره، د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي. له دې کبله، دواړه هیوادونه له هر مهاله ډیر د سوله ییزې او هوسا همزیستۍ لپاره همکارۍ او تعامل ته اړتیا لری.

هغه د دواړو هیوادونو پر تګلاریزو ټاکنو په بیا کتنې ټینګار وکړ او ویې ویل: اوس هغه فرصت رارسیدلی چې ولسونه په خپلو تګلاریزو ټاکنو بیا کتنه وکړي. نوې لیدلوری وپيژنو. په ګډو ګټو او ستونزو خبرې وکړو او په دې پوه شو چې په افغانستان او سویلي او آسیا مرکز هر هیواد کې سوله او ټیکاو کولای شي پر ګاونډیانو مثبت اغیز او سیمه ییزه همپالنه ولري.

شاغلي عبدالله زیاته کړه چې اوسنی افغانستان، د ۱۹۹۶ یا ۲۰۰۱ کال هیواد ندی او غواړي چې په افغانستان کې د ټولو میشتو ډلو حقونه او خپلواکیو په ګډون بنسټیزې لاسته راوړنې وساتي.

عبدالله عبدالله همداراز وویل: نه غواړو او اجازه نه ورکوو چې په هیواد کې مو هیڅ ترهګر حضور ولري او اجازه نه ورکوو چې هیڅ ډله او شبکه د نورو ولسونو لپاره ګواښ پيښ کړي.

هغه دې ته په ګوتڅنډنې سره چې د افغانانو ترمنځ خبرو د جګړې د پایته رسیدو لپاره هیلې زیږولې دي، په روانو خبرو کې یې په اتحاد او هوکړې ته رسیدو ټینګار وکړ.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر پر دوام وویل: باید سولې ته د رسیدو لپاره شته استثنایي فرصت له لاسه ورنکړو. اوس چې یخونه مات شوي، مونږ هم پازه لرو چې د دې بهیر د بریالیتوب او شاتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ولوبوو.